د پاکستان خزنې نوي وزیر شوکت ترین د پاکستان قامي اسمبلۍ خزانې قایمه کميټې ته د خبرو پر مهال ویلي چې دا مهال د پاکستان اقتصاد په ټپه ولاړ دی. او د ای ایم ایف څخه شپږ بېلیونه پورونه چې په سختو شرایط اخیستل شوي، د پاکستان اقتصادي وده نوره هم ځپلی شي. ځکه چې هغې کې د بجلی قیمتونه لوړولو شرط ایښودل شوی. چې دا به پاکستان کې شته کاروبارونو باندې ناوړه اغیز وکړي. او ولس به خراب اقتصادي صورت حال نور هم خراب کړي. نو ددې په وجه پکار ده چې دې ای ایم ایف سره پر دغه تړون د سره خبرې او شرایطو ته کتنه وشي. ځکه دا اقتصادي بوج به پاکستاني ولس لپاره سخت وي چې اوچت کړل شي. د ای ایم ایف لخوا پاکستان ته د ورکړل شوي پور دشرطونو له مخې ایي ایم ایف د راتلونکو دوه نیمو کالو موده کې دبجلۍ دیو یونټ نرخ کې څلور اعشاریه شپږ روپۍ اضافه کول غواړي.
اوس پاکستان هڅه کوي چې ای ایم ایف رضا کړي تر څو دغه شرط کې ورسره نرمي وکړي.