پداسې حال کې چې دې تېرو دوو اونیو راهیسې د حماس او اسرایلو تر منځ نښته روانه ده. د پآکستان قامي اسمبلۍ کې د مذهبي ګوند جماعت اسلامي تندروه غړي مولانا عبدالاکبر چترالي خپل تازه بیان کې له حکومت غوښتنه کړي چې د اسرایلو په ضد دې جهاد اعلان کړي، اودې هغوی پر ضد دې اټومي وسلې وکاروي. نوموړي وايي ،” دا اېټمي طاقت به کله پکار راځي. ایا دا مېزاېلونه او جوهري وسله د وړو د لوبو یا په عجاېب ګهر کې د ايښودو لپاره ده. مونږ سره د جهاد نه علاوه بله لار نه ده پاتې.” د یادولو ده چې د پاکستان مذهبي ګوندونه ډېر کله د نړۍ نورو برخو کې د مسلمانانو سره خپله خیرخواهي او یووالی اعلانوي ، خو ها خوا بیا ګاونډ افغانستان کې د مسلمانانو وینو تویولو لپاره وخت په وخت برناحقه فتواګانې او بیانونه هم ورکوي