د پاکستان ټاکنو کمېسون نن په یوې بې ساري پرېکړه کې د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانۍ لومړی وزیر عمران خان چې دا مهال د اټک جېل کې د توشه خانې په قضیه کې هم درو کلو بند باندې محکوم دی. د پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې د برخه اخیستو څخه منعه ګرځولی. د پاکستان ټاکنو کمېسون دې پریکړې سره عمران خان نشي کولای چې یا تر پنځو کلونو پورې ټاکنو کې برخه واخلي او یا د خپل ګوند مشری چوکۍ په لاس کې ولري. د پاکستان ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې ، د توشه خانې په قضیه کې د غبن او فساد کې ککړیدو امله عمران خان د اسلام اباد محکمې لخوا په درو کلونو بند محکوم کړل شوی چې د همدې امله د پاکستان اساسي قانون ۶۳ – یو مادې ۲۳۲ څانګې له مخې نوموړی د پنځو کلونو لپاره ټاکنو کې برخه اخیستو څخه منعه ګرځول کیږي. بلخوا ته د عمران خان حقوقي ټيم رسنیو ته ویلي چې د یادو پریکړو په ضد به تمیز محکمې پورې ځي او دا پریکړې به تمیز یا ستره محکمه کې ننګوي.