د پاکستان لاهور ښار کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د مذهبي ګوند جمیعت علمای اسلام مرستیال او په همدغه ښار کې د پاکستان د دیني مدرسو د ادارې (وفاق المدارس) مسؤول مفتي عزیز الرحمان څخه د یو طالب العلم سره د نامشروع جیسني اړیکو نیولو هغه ویډیو په تړاو پاکستان پولیسو پلټنې پیل کړیدي چې درې ورځې د مخه په خواله رسنیو خپره شوله.
په دیني چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار او د پاکستان د علماوو بورډ مشر مولانا طاهر اشرفي پاکستانیو رسنیو ته ویلي چې “ د هغه شرموونکي ویډیو په تړاو چې خواله رسنیو کې خپره شوي، پولیسو پلټنې پیل کړیدي. نوموړي زیاته کړله ، که پر مفتي عزیز الرحمن جرم ثابت شولو نو سرچپه به راځوړند کړل شي”. ورته مهال د یادې ویډیو خپریدلو وروسته مفتي عزیز الرحمان د وفاق المدارس له مسؤولیت او دې دارالعلوم له مشرۍ هم لرې کړل شوی.
خو بلخوا بیا د جمعیت علمای اسلام مذهبي ګوند د یادې شرموونکي ویدیو په تړاو تازه بیان کې ویلي چې “ دا یوه دسیسه ده. ځکه چې زموږ مفتي ۷۰ کاله عمر لري، نو کوم ناوړه عمل چې په ویډیو کې ښکاري، هغه د دومره عمرلرونکو کسانو جنسي قوت کې عملي نه ښکاري”.