د پاکستان پوځ د اګست څوارلسمه چې د پاکستان ازادۍ ورځې سره برابره ده ، د بلوچستان هرنايي کهوست ولسوالۍ کې پر بې وسلې بلوچو لاریونوالو ډزې کړي چې له امله يې د عوامي نیشنل پارټۍ یوغړی او فعال خالق داد بابړ پکې وژل شوی او ګڼ شمیر نور لاریونوال پکې ټپيان شويدي. لاریونوالو چې د پاکستان پوځ لخوا په زور بې درکو بلوچو درک لګولو غوښتنه کوله ، د پاکستان پوځ په ځواب کې په لاریونوالو ډزې کړي چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي. په هغو ویډوګانوکې چې په خواله رسنیو د یادې پېښې له ځآیه لاس په لاس کیږي ، پکې ښکاري چې دې پاکستان پوځ یو ناڅاپه پر لاریوانولو بې شمیره ډزې کوي ، چې له امله يې ګڼ شمېر لاریونوالو ته مرګ ژوبله اوړي. د یادې پېښې په تړاو پخواني سیاستوال او سناتور افراسیاب خټک پر خپل تازه بیان کې چې پر ټویټر يې خپور کړی ویلي ،
که نن رښتېا هم د پاکستان خپلواکۍ ورځ وي نو د پاکستان پوځ باید د غوره ډالۍ په توګه هغه زرګونه بې درکه بلوڅ ، پښتانه او نور وګړي خوشي کړي وای چې ددوی لخوا بې درکه کړل شوي، خو له بده مرغه د پاکستان واکمنانو ته د خپل ولس سرچینو لوټول د خپلواکۍ جشن ښکاري
”
https://twitter.com/a_siab/status/1558728834144698374?s=20&t=-kVg-s80zW_EtMCNVyPTCg