اګست -۱۲-۲۰۲۳
د انټرسیپټ په نوم یوې امریکایی رسنۍ د روانې اګست میاشتې په نهمه نېټه هغه پټ دیپلوماټیک سند خپور کړی چې د امریکا او پاکستان دیپلوماتانو تر منځ مسکو ته دې عمران خان سفر او دې لومړي وزیر څوکۍ څخه د نوموړي لرې کولو په اړه پکې خبرې شویدي. د انټرسيپت په نوم دغې امریکایي رسنۍ خپل راپور کې ویلي چې یاد پټ سند یې د پاکستان یوې پوځي سرچینې څخه تر لاسه کړی دی. انترسيپټ خپل راپور کې لیکلي چې یاد سند کې داسې ښکاري چې امریکایي چارواکي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان لخوا مسکو ته په هغه سفر ډېر په غصه وه چې نوموړي پر اوکراین د برید پر مهال روسیې ته ترسره کړ. او همدا راز یې پر اوکراین د روسیې لخوا د برید په اړه هم ځان بې طرفه ونیولو.
انټرسیپت چې یاد پټ سند مکمل نشر کړی. هغه ټوله کیسه پکې شوي، چې د پاکستان سفیر اسد مجید خان د امریکا جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ډونالډ او مرستیال یې لیس ویګوري سره دې یوې رسمي غرمنۍ لیدنې پر مهال کړي وې. نوموړي پټ دیپلوماتیک سند کې پاکستاني سفیر مجید خان اسلام اباد ته ویلي چې امریکایان مسکو ته د لومړي وزیر عمران خان په سفر ډېر په غصه دي. او دوی وایي که عمران خان دې بې اعتمادی وټونو په ترڅ کې له واکه لرې نشي. نو پاکستان به امریکا او اروپا کې خپل ټول ملګري د لاسه ورکړي. خو که عمران خان له واکه لرې شي. نو کیدای شي چې وضیعت بیرته سم شي.
د یاد سند خپریدو وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې نه به دا یقیني وي چې د پوځ یوې سرچینې داسې کار کړی وي. او نه به دا سند اصلي وي. ځکه چې پاکستان دا شان لوړې کچې پټو سندونو ته د پوځ عادي افسران لاس رسۍ نلري. او دا شان محرم سندونه یوازې د پاکستان لومړي وزیر ، پوځ مشر ، د ای ایس ای مشر او بهرنیو چارو وزیر تر لاسونو محدود وي . خو د انټرسیپټ رسنۍ په خورا ډاډ سره لیکلي چې دوی د هغه پټ سند اصلي کاپي د یوې پوځي سرچینې څخه تر لاسه کړي. د یادولو ده چې تېر کال د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم پارلمان کې د خپلې څوکۍ د لاسه ورکولو وروسته په خپلو لویو کمپایني جلسو کې د یاد پټ سند په اړه خبر ورکړی وو. او خپلو مرکو کې یې هم ویلي وو چې له واکه د بل چا په فرمایش لرې شوی. بلخوا ته بیا د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم پخوا څو ځله رسنیو ته دا رد کړي چې دې دوی کوم دېپلومات دې له پاکستاني دېپلوماتانو څخه دا ډول غوښتنه کړي وي.
د یادولو ده چې عمران خان تېر کال له واکه لرې کیدلو وروسته د زر تر زره ټاکنو غوښتنه وکړله خو د پاکستان سرپرست حکومت او پوځ یې خبره و نه منله. او ان خبره تر دې ورسیدله چې پوځ یې ګوند څخه ډېر مخکښه کسان په زور بې زاره کړل او عمران خان د توشه خانې غبن قضیه کې د محکمې لخوا درې کلونو لپاره بند باندې محکوم کړ. او پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې د برخه اخیستو هم محروم دی.