د اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او کویټې په ګډون د پاکستان ګڼو ښارونو برېښنا د سهار راهیسې پرې شویده.
د سهار په ۷:۳۵ بجو د کوټې، اسلام اباد، لاهور، ملتان کراچۍ او نورو په ګډون د بلوچستان په ۲۲ ولسوالیو کې برېښنا قطعه شوې ده.
په اسلام اباد کې د برېښنا چارواکو رسنیو ته منلي چې دا مهال ۱۱۷ برېښنا سټیشنونه په ټپه ودریدلي. که څه همچارواکو رسنیو ته ویلي چې پدې تړاو څېړنې روانې دي. خو داسې ښکاري چې پاکستان د اقتصادي زوال له امله یادې ستونزې سره مخ شوی.