د افغانستان جنوب ختیځ ته پروت پکتیا ولایت څخه واکمنو طا لبانو رسنیز دفتر نن د یوې خبرتیا په ترڅ کې پر یو تن د قتل په تور د پکتیا ورزشي سټدیوم کې د قصاص حکم تطبیق خبر ورکړی او د پکتیا اوسیدونکو څخه یې د یاد حکم تطبیق نندارې لپاره ګډون غوښتنه کړي. د یادولو ده چې د واکمنو طالبانو لخوا دا حکم داسې مهال تطبیق کیږي چې د نړۍ بشري حقونو ډلو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نظام لخوا د پراخو بشري سرغړونو ، بې پرې محکمو نشتوالي د پټو بندیخانو او شکنجو له امله ژوره اندیښنه ښودل شوي.