ځايي اوسېدونکي هیواد پریس ته وايي، له تېرې شپې راهیسې يې په یاده ولسوالي کې وسلوالو طالبانو ټولې لويې او فرعې لارې بندې کړي دي.
او چاته د تګ او راتګ اجازه نه ورکول کيږي.
د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي وایې چې د طالبانو لخوا خلکو ته ويل شوي، چې د پکتیا مرکز ګردېز او نورو سیمو ته تګ راتګ ونه کړي، او په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د پکتیا مرکز ګردېز مربوط په یوه بله سیمه ابراهيم خېلو کې هم د طالبانو لخوا فرعي لارې کيندل شوې او ځايي خلکو ته خبر ورکړل شوی، چې له ګرځېدو ده ډډه وکړي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دا لارې د کوم هدف لپاره تړل شوې دي. خو بل اړخ ته بيا د پکتيا ولایت د والي وياند عبدالرحمان منګل هم په زرمت ولسوالي کې د وسله والو طالبانو دغه کړنې نه ردوي، خو منګل هیواد پریس ته وویل چې په زرمت ولسوالي کې تېره ورځ د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ، ژوبله اوښتې.
منګل زیاتوي، چې دا بريدونه د زرمت ولسوالۍ په دوه بیلا بیلو سيمو کې شوي، چې له امله يې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ ټپيان دي.
خو طالبانو تر اوسه د اوښتې مرګ، ژوبلې او د لارو تړل کیدو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
هېواد پریس خبریال : شفیق الله مشال