د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف چې دې روانې اونۍ راهیسې پاکستان سره د نړیوالو قرضونو په اړه په خبرو بوخت دي. د پاکستان مالیې وزارت څخه غوښتي چې تر ۱۷ اولسم بست پورې د ټولو لوړ پوړو چارواکو او کورنیو شتمنۍ دې څرګندې کړي. او ددې سربېره يې پاکستان کې د شته فساد او برېښنا ادارې پڅو پرمختګونو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړي. د پېسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور ورکولو په ترڅ کې دا ځل نور شرایط هم ټاکلي او دې مالي چارو شنونکو به باور داسې ښکاري چې پاکستان به په اسانۍ دا شرایط پوره نکړي. چې د هغې له امله به دا ملک نور هم د مالي بحران خواته لاړ شي.