د خیبر پښتونخوا اړوند د پېښور سترې محکمې نن یوه بیان کې ویلي چې اغلي مسرت هېلالي نن دې رسمي مراسمو په ترڅ کې د پېښور سترې محمکې سرپرستې مشرې قاضۍ په توګه ټاکل شوي.او د اپرېل له لومړۍ نېټې به تر هغه مهال د چارسمبالې مشرې قاضۍ په توګه دنده ترسره کوي چې د پاکستان د قضايه کمېسيون له خوا د یاد مقام لپاره د بل قاضي ګومارلو پروسه بشپړه شوې نه وي. اغلي هېلالي چې د پېښور د خيبر حقوقو کالج څخه د قانون زدکړې کړي. مخکې لدې په ۱۹۸۸ کال کې د عالي محکمې او په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان په ستره محکمه کې د وکيلې په توګه هم دنده ترسره کړي. د یادولو ده چې د خیبر پښتونخوا په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې یوه میرمن د سترې محکمې مشره قاضۍ ټاکل کیږي. چې د خیبر پښتونخوا نارینه او ښځينه وکیلانو لخوا یې تود هرکلۍ شوی.