د چین په یوه بې ساره منځګړتوب سره د روان میلادي کال تېرې مارچ میاشتې کې د سعودي عربستان او چین تر منځ اوه کلنه تربګني ړنګه او نن یې بهرنیو چارو وزیران د چین پلازمینې بیجینګ کې یو بل ته تر غاړې وتل.
د سعودي او ایران تر منځ ۷ کاله د مخه وروسته د هغه اړیکې ترینګلي شولې چې سعودي یو لوی شیعه امام په دار وځړولو او غبرګون کې یې ایران کې د سعودي پر قونسلګری ایراني مظاهره چیانو برید وکړ. بیا نو سعودي هم د ایران سره له یو مخې هر ډول اړیکې وشلولې. خو دا اړیکې تېره میاشت د چین په مرسته ورغیدلې او تازه یې دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په چین کې نوي تړونونه وکړل. د روانې اپرېل میاشتې شپږمه د چین څخه دواړو هېوادونو یو ګډ بیان کې راغلي چې د سعودي بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره مخامخ لیدنه کې دواړو ملکونو تر منځ هوایي لیکې پرانیستلو هوکړه شوي. او دواړو هېوادنه وګړي به اوس یو او بل ته تګ راتګ کولای شي. همدا شان یاده لیدنه کې دواړو سیالانو هم یو او بل هېواد ته د ورتګ بلنه ورکړله. د یادولو ده چې د سعودي او ایران تر منځ د چین منځګړتوب په سیمه کې د چین نفوز زیاتیدو ښکاروندیي کوي. چې امریکایې هم له نیږدې څاري.