د چین څخه خبري سرچینې وايي چې د سې شنبې په ورځ یو ۶۲ کلن چینايي وګړي په قصدي ډول د ژوهای ښار یو ورزشي مرکز باندې د موټر تېرولو امله ۳۵ کسان وژلي او ۴۳ یې نور سخت ژوبل کړیدي.د ژوهای ښار پولیسو رسنیو ته دې پېښې پخلي کولو تر څنګ ویلي چې د پېښې عامل یې داسې مهال نیولی چې لاسونو یې د چاقو ټپونه ښکاریدل او دا مهال ځایي روغتون کې تر درملنې لاندې دی