د کابل ښار پل محمود خان ته څېرمه ماسپینین مهال عیده ګاه جومات دروازه کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د مور فاتحې مراسمو پر مهال یوې چاودنې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولي. ځايي او طالب سرچینو رسنیو ته ویلي چې دې لومړنیو معلوماتو په اساس ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. او ښايي چې د مرګ ژوبله شمېر کې بدلون راشي. تر اوسه دې یادې چاودنې پړه چا پر غاړه نده اخیستي.