د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه راپورونه وايي چې د اریانا افغان هوایي شرکت یوې طیارې څخه د حرکت پر مهال لوی دود پورته کیدو امله د تخنیکي ستونزې شک راپورته کړی دی. دا ویډیو چې په خواله رسنیو خپره شوي پکې ښکاري چې د طیارې انجن څخه د حرکت پر مهال د پراخ دود لوخړې پورته کیږي.
اریانا افغان هوایي شرکت، چې په افغانستان کې تر ټولو زوړ هوایي شرکت بلل کېږي، له تېرو څو کلونو راهیسې د زړو الوتکو او تخنیکي ستونزو له امله له ګڼو نیوکو سره مخ دی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې یاد شرکت د نړیوالو معیارونو د نه پوره کولو له امله له نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دی. د دې پېښې په اړه د چارواکو رسمي څرګندونې لا هم نه دي خپرې شوې، خو کارپوهانو د الوتکو د خوندیتوب او تخنیکي څارنې د معیارونو په اړه اندېښنې ښودلي.