سرچینې وايي چې د کابل ښار لسمې حوزې اړوند وزیر اکبر خان سیمه کې د څلور سوه بستریز روغتون دروازې مخامخ لومړۍ چاودنه شوي او ورپسې د ډزو غږونه پیل شوي. ناتایید شوي راپورونه وايي چاودنه د یو ځانمرګي برید له امله رامنځته شوي. او ورپسې څو نورو وسلوالو څلور سوه بستریز رغتون ودانۍ ته دننه شوي او د طالبانو امنیتي کسانو سره نښته پیل کړي. یاد بریدونه تلافات لري، خو تر اوسه یې کره شمیره معلومه نده. د طالبانو کورنیو چارو وزارت هم د څلور سوه بستریز روغتون دروازه کې د چاودنې تایید کړی او زیاته کړیده چې چاودنه او نښته کې تلفات رامنځته شوي، چې جزیات به یې وروسته خپاره کړل شي. تر اوسه د یادو بریدونه مسولیت چا پر غاړه ندی اخیستی، خو د افغان حکومت پرځيدو وروسته د طالبانو او داعش تر منځ وخت په وخت د نښتو خبرونه مخې ته راراون دي.