کندهار والي روح الله خانزاده د خوراکي موادو تاجرانو او دوکاندارانو ته خبرداری ورکړی، که يې څوک د خوراکي توکو پر لوړوالي او احتکار ونیوئ، د دوکان او ګدام ټول توکي به يې له نیولو وروسته پر غریبو کورنيو ووېشي.
خانزاده د روژې په میاشت کي د خوراکي توکو د بیو لوړوالی له آزاد بازار څخه ناوړه استفاده بللې ده.
هغه له خلکو غوښتي، چي په دې برخه کي له ولایت مقام سره همکاري وکړي او سرغړونکي ورته په نښه کړي.
والي وایې، چي په دې اړه اجرات خپله تعقیبوي او ډېر ژر به يې په وړاندي اقدام وکړي.