افغان چارواکي له کندهار وايي چې د افغان ملي امنیتي ګډو ځواکونو تصفیوي او یرغلیزو عملیاتو پر مهال نن د کندهار ډنډ ولسوالي بیرته د وسلوالو طالبانو نیولي او دې یاد ولایت پنجوايي ، ارغنداب او نورو ولسوالیو نیولو پسې هم ور روان دي.
د کندهار والي روح الله خانزاده رسنیو ته ویلي چې نن د افغان ملي امنیتي ګډو ځواکونو د ډنډ ولسوالۍ باندې تصفیوي او یرغلیز عملیات پیل کړي وو چې د طالبانو سخت مقاومت وروسته هم امنیتي ځواکونه مخته لاړل او ولسوالي يې ونیوله. د والي په وینا چې افغان ملي امنیتي ځواکونه همداسې مخته تګ په حال کې دي. او دې یاد ولایت نورو ولسوالیو نیول هڅه کې دي.