د کورنیو چارو وزارت وایي چې د وزارت د مخدره مواد پر ضد پولیسو د پروان ولایت جبل سراج ولسوالۍ تاجکان سیمه کې یو کس چې غوښتل یې د لوګر ولایت څخه بغلان ته وسله ولیږدوي، د ۳۳ میله کلاشینکوفونو، ۳۵ قبضې تومانچې او د سپکو وسلو ۵۵ قوطیه ګولۍ چې په یو عراده موټر کې يې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړې وه ، تر پیژندنې وروسته نیولی.