د کونړ ولایت ځايي چارواکي وايي،چې نن سهار د وسله والو طالبانو لخوا د مرورې ولسوالۍ اړوند چنار سر سیمې څخه توغول شوی یو توغندی ولایت مقام په تالار داسې مهال لګېدلی ده ،چې هلته د لسګونو حافظانو ترمنځ د قران کریم د حسن قرات سیالۍ روانې وې، د چارواکو په وینا پېښه کې د دیني مدرسو ۱۵ زده کوونکي ټپیان شوي دي.