د ااا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره د افغان مېرمنو د تحصیل او کار په اړه د ااا سرپرست حکومت وروستیو فرمانونو په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، چې دې اسلامي امارت لخوا یاد فرمانونه د افغان مېرمنو پت او عزت ساتلو په خاطر صادر شوي. او دا فرمانونه په ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو باندې د عملي کیدو وړ دی. نوموړي بي بي سره نن په یوې تفصیلي مرکې کې زیاته کړله چې ” اسلامي امارت پر کابل واکمنیدو وروسته افغان مېرمنو ته په نادولتي مؤسسو کې کار کولو فرصت ورکول شوی وو ، خو د حکومت څېړنو وروسته دې نتیجې ته ورسېدو چې افغان مېرمنې باید په هېڅ ډول په دې مؤسسو کې کار ونه کړي. نو هغه وو چې په غبرګون کې يې حکومت وروستي فرمانونه صادر کړل. د افغان مېرمنو په تړاو د ااا سرپرست حکومت له ادرسه دې سپکاوي ډک دا بیان لومړنۍ ندی. چې په رسمي ډول په رسنیو څرګندیږي. لدې د مخه د طالبانو حکومت لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم هم تور پورې کړی وو. چې دې افغان مېرمنو د اوسیدو تحصیلي چاپېریال د اخلاقي پلوه ډاډمن نه وو، نو ځکه يې په اړه وروستي فرمانونه صادر کړي. د یادولو ده چې د افغان مېرمنو په تړاو د ااا سرپرست حکومت سخت فرمانونه پداسې حال کې صادریږي چې د ااا سرپرست حکومت د قطر دفتر یو شمیر مشرانو لوڼې په قطر کې په زده کړو بوختې دي