د افغانستان پخواني ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل خپل تازه بیان کې ادعا کړي چې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غنيورور حشمت غني هڅې پیل کړي چې خپل ورور د پاکستان استخباراتو په مرسته بېرته افغانستان وګرځوي. د نوموړي په وینا “ حشمتغني د اشرف غني ورور په پاکستان کې د آی ایس آی له چارواکو سره لیدنه کړی او هغوی ته یې د اشرف غني ځانګړی پیغام سپارلی،او د نوموړې د راستنېدو او د طالبانو حکومت ته د ده د سلا او مشورو او په ضمن کی دطالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو او د مرکزيبانک د پیسو په خوشې کېدو کی د هغه د اغیزمنتوب اړوند بحث او څه ژمنې شوې دي.
په دی اړوند د طالبانو د دریځ تر اوسه معلومات نشته.
فاعتبروا يا أولي الأبصار”. د یادولو ده چې د رحمت الله نبیل بیان په تړاو تر اوسه حشمت غني کوم رسنیز غبرګون ندی ښودلی. خو دپاکستان څخه د وحدت په نوم خپریدونکي ورځپاڼې هم له اختر څخه وروسته افغانستان ته د اشرف غني ورګرځیدو خبر ورکړی وو.