د روسیې څخه رپوټونه وايي چې نن یوه وسله وال سړي د پرم ښار ځايي دولتي پوهنتون کې پر محصلینو او استادانو برید کړی، چې تر دې دمه د اتو کسانو وژل کیدو او ۱۹ نورو ټپیان کیدلو خبر ورکړل شوی. په خواله رسنیو خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې محصلین د ودانیو څخه په کړکیو ځانونه لاندې غورځوي.
https://twitter.com/rentvchannel/status/1439844137356955654?s=20
همدا راز د روسیې پولیس هم رسنیو ته ویلي چې برید ګر یې له پښو غورځولی او ټپي حالت کې یې نیولی. د بریدګر هویت په اړه ویل کیږي چې د پرم دولتي پوهنتون محصل دی. ځينو رپوټونو کې ویل شوي چې بریدګر په خواله رسنیو خپل یوه پیغام کې ویلي وه چې یوازې برید کوي او دده برید هیڅ کوم سیاسي او یا مذهبي اجنډا نلري ، د بریدګر په وینا چې له کرکې اغیزمن شوی او غواړي نور هم وځوروي.