یو شمیر پخوانیو او اوسنیو امریکايي چارواکو رویټرز نړیوال خبري اژانس سره خبرو پر مهال ویلي چې ، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا تاریخ تر ټولو لویې دیپلوماتیکې ناکمۍ لامل شویدی. ځينو امریکايي چارواکو رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې خلیلزاد د افغان سولې په ترڅ کې طالبانو طرف ته ډېر زور کولو ، او د همغو هڅو له کبله د افغان حکومت دریځ کمزوری شولو. او دې برخه کې یې د خپلو مخالیفنو نظر ته هم غوږ ندی نیولی. د امریکا کانګریس غړي مایکل والټز هم پر خلیلزاد نیوکه کړي ، او رویټرز ته یې ویلي چې د افغانستان ناورین له امله خلیلزاد یا باید خپله استعفا ورکړي او یا له دندې لرې کړل شي. رویټرز هڅه کړي چې د یادو امریکايي چارواکو نقدونو په تړاو د خلیلزاد ځواب هم واخلي، خو خلیلزاد د رویټرز راپور په هکله د څه ویلو ډډه کړي