د اسرایلو پوځ تازه بیان کې ویلي چې د لبنان مرکز بیروت کې یې د تندروې ډلې حزب الله ځینې اهداف په نښه کړي. چې یوه کې یې د حزب الله ډلې ویاند محمد عفیف هم وژل شوی. رویټرز د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د حزب الله دغه ویاند د لبنان بعث ګوند دفتر کې په نښه شوی. د یاد ګوند مشر علي حجازي هم رسنیو ته منلي چې د ګوند دفتر یې د اسرایلو هوایي برید کې له منځه تللی. او د برید پر مهال عفیف هم دفتر کې وه. د یادولو ده چې یوه اونۍ وړاندې عفیف د حزب الله د مقاومت په تړاو بیان ورکړی وه. او ویلي یې وه چې اسرایلو ځکمنیو عملیاتو کې هیڅ پرمختګ ندی کړی. او نه اسرایل تر اوسه توانیدلي چې د حزب الله د پام وړ وسلو له منځه یوسي. نوموړي یاد بیان کې ویلي وه چې حزب الله سره لا هم خپلو ډیپوګانو کې پراخه وسله د مقاومت لپاره شته.