د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي رسنیو ته ویلي چې تېر ماښام وسلوالو طالبانو د شاه جوی ولسوالۍ په هولان رباط ، بهرام چینې ، هلال چینې او سرې کلا پر نظامي قرار ګاو موټر بم ځانمرګي او ډله ییز بریدونه وکړل ، چې دې تازه دمي سرتیرو په رسیدو سره وسلوال طالبان په شاه وتمبول شول. دې صمیمي په وینا ، دې نښته کې یو سرتیری شهید او درې نور ټپیان دي . او د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې وسلوالو طالبانو ته هم پراخ تلفات اوښتلي.