دزابل امنیه قوماندان ویس صمیمي وایي چې د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د کندهار او کابل پر عمومي لار د مسافر وړونکی پر یوه بس د سړک غاړې دوه ماینونه چاودلی.
چې له امله يې دې چاودنو کې ۱۱ مسافر وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. په وژل شویو او ټپیانو کې میرمنې او ماشومان هم دي. د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال وايي چې ټپیان ټول د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته او دې وژل شویو جسدونه د کلات مرکزي روغتون ته لیږدول شوي چې تر اوسه د ۹ تنه مړه شویو خپلوان معلوم شوي ندي.