د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي وايي چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د زابل کلات ښار د کابل دروازې ته څېرمه د امنیتي کمربند په دوو پوستو باندې لوی برید وکړ. خو د امنیتي ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ شول. دده وینا یاد برید چې د سهار تر دوو نیمو بجو پورې دوام درلود ، ۱۴ طالبان پکې ووژل شول او ۶ نور پکې ټپيان شوي. دې برید کې دوه پولیس هم شهیدان شوي او دوه نور ټپيان دي