یوې سرچینې هېواد پریس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې طالبانو تېر ماښام ناوخته د افغانستان جنوب ختیځ ته پروت خوست ولایت اسمعیل خیلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند ډډوالو کلي کې د تلاشی پوستې ته څېرمه د ملکیانو په یوه موټر هغه مهال ډزې وکړلې چې ددوی له تلاشی پوستې ته بې له دریدلو تېر شولو. او دې ډزو پایله کې د زهیر خان په نوم یو ځوان ووژل شولو او دوه نور ټپیان شول. تر اوسه د خوست ځآيي طالب چارواکو پدې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي.