یوې ځایي سرچینې هېواد پریس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د اختر په دوهمه شپه شاو خوا یو لس نیمې بجې د علیشرو تریزای ولسوالۍ باندې نامعلومو کسانو لخوا برید شوی ، چې له امله یې درې ساعته سخته نښته روانه وه, درنو او سپکو وسلو غږونه هم اوریدل کیدل. د سرچینې په وینا ولسوالۍ کې ټول لسګونه امنیتي پرسونل چې شاوخوا دېرش تنه کیدل ، نښته کې له منځه تللي او وسلوالو د ولسوالۍ ټول نقلیه وسایل او وسلو ډېپو ټول مهمات هم له منځه وړي. د سرچینې په وینا چې د نښتې وروسته سیمې ته امبولانسونه او نېږدې سیمو څخه دطالبانو نور امنیتي کسانو هم ځانونه رسولي ، خو هغه مهال وسلوال له سیمې وتلي وو. له پېښې وروسته د طالبانو امنیتي کسانو ولسوالي خپله محاصره کې اخیستي او هیچا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي. خو دیادې پېښې په تړاو د خوست اطلاعاتو او کلتور رئیس شبیر احمدعثماني هېواد پریس ته وویل چې خوست کې داسې کومه پېښه نده شوي.