د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې د یو لوړپوړي افغان پلاوي په ملتیا امریکا ته په رسمي سفر تللي. نن يې د امریکا کانګریس ماڼۍ کې د سنا جرګې مشرانو چک شومر او مېچ مکانل سره لیدلي. د لیدنې وروسته د امریکا سنا جرګې جمهوري غوښتونکو ګوند مشر سناتور مېچ مکانل ویلي ،
د افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو په هکله د جمهور رئیس بایډن پریکړې زموږ افغان شریکان د هغو ګواښونو په مقابل کې یوازې پریښي چې د هغه (بایډن) سلاکارانو هم منلي چې شدید او مخ په خرابیدو دي. طالبان زړور شوي او د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو د په شاه کولو هڅه کوي چې په ځآنګړي توګه د ښځو د حقونو په اړه او د کابل د نیولو په تکل کې دي. خو دا غمیزه د مخنیوي وړ ده. نو ځکه خو د جمهور رئیس جوبایډن څخه د ځواکونه ایستلو پالیسی ځنډولو غوښتنه کوو.