د خیبر پښتونخوا اړوند سوات څخه خبري سرچینې وایي چې نن سې شنبه سوات اړوند سنګوټا کې د یو شخصي مذهبي ښوونځي ساتونکي پولیس افسر پر ماشومو زده کوونکو د مذهبي کرکې امله ډزې کړي چې له امله یې یو زده کوونکی وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي. د سوات ځایي پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور رسنیو ته منلي چې د مامور عالم خان په نوم یوه پولیس افسر یې د سنګوټا شخصي ښوونځي په زده کوونکو ډزې کړي. چې له امله یې یو زده کوونکی وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي. د ګنډاپور په وینا ، د برید وروسته یاد پولیس افسر هم د پولیسو لخوا نیول شوی. او ټپیان درملنې په موخه ځایي روغتون ته وړل شوي. د یادولو ده چې تېره میاشت هم پېښور کې د مذهبي کرکې پر بنیاد نامعلومو وسلوالو یو هندو مذهب وګړی په ډزو وژلی وو.