له سوریې څخه په رسنیو خپاره شویو تازه راپورونو کې راغلي چې له تېرو درو ورځو راهیسې داعش وسلوالو د سوریې شمال هسک ښار کې د غوریان پر زندان بریدونه پیل کړي تر څو له هغه ځایه خپل بنديان راخوشي کړي. په برتانیا کې د سوریې بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدل رحمان رسنیو ته ویلي چې د یادې جګړې له امله تر دې دمه ۲۸ کردي ځواکونه ، ۵ ملکي وګړي او ۴۵ د داعش غړي وژل شويدي. د سوریې یوې بلې څار ډلې رسنیو ته ویلي چې داعش د پنجشنبې په ورځ د سوریې شمال هسک ښار کې د غوریان پر زندان بریدونه پیل کړي، او هڅه کوي چې یاد زندان کې د داعش ډلې شاوخوا ۳۵۰۰ شکمن غړي چې یو شمیر یې مشران هم دي ، بندیان دي، راخوشي کړي. که څه هم د یادې نښتې پر مهال داعش ډلې له زندانه یو شمیر غړي خوشي کړي، خو سلګونه یې بیرته نیول شوي او لسګونه یې له سیمې په تېښته بریالي شوي. د یادولو ده چې کردي ځواکونو ته د امریکا په مشرۍ د ایتلافي الوتکو ملاتړ هم رسیدلی، زندان یې محاصره کړی ، او دې شاو خوا سیمو د بشپړ کنترول تر لاسه کولو لپاره جګړه کوي.