د امریکا سي اېن اېن تلویزون د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره (FBI) یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی چې د نیو اورلینز د ننني برید په تړاو یې د بریدګر پیژندنه کړې ده. د یادې سرچینې په حواله چې بریدګر ۴۲ کلن شمسالدین جبار نومېږي، او د ټکساس ایالت اوسېدونکی دی. سي اېن اېن (CNN) دې خپلې یادې سرچینې په حواله خپل راپور کې زیاته کړي چې د بریدګر له موټر څخه د داعش بیرغ او د چاودېدونکي توکو یوه اله هم موندل شوي. او یوه بله دوهمه چاودیدونکو توکو اله هم د پېښې ځای ته نېږدې موندل شوي.
د FBI چارواکو سي اېن اېن ته ویلي چې دغه برید د نوعیت له مخې یو پلان شوی ترهګریز عمل ښکاري، او شواهد ښیي چې نور کسان هم پکې ښکېل دي. نو د پېښې په تړاو لا هم پلټنې روانې دي.
یاد برید چې نن د لوئیزیانا په نیو اورلینز ښار کې د نوي کال جشن پر مهال د بوربون کوڅې په ګڼې ګوڼې کې وشو. بریدګر خپل ټویټا موټر په قصدي ډول پر خلکو وخېژاوه، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول. په برید کې دوه پولیس افسران هم ټپیان شوي دي چې حالت یې اوس مهال د ډاډ وړ دی.
د نیو اورلینز د پولیسو مشرې این کرکپیټریک په یوه خبري غونډه کې نن وویل چې بریدګر د “ډېرو کسانو د وژلو هڅه” وکړه. نوموړي د پېښې په ځای کې پر پولیسو هم ډزې وکړې، خو وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شو.
د یادولو ده چې یاده پېښه څو ساعته وړاندې کله چې د نیواورلینز ښار د “شکر بوول” د فوټبال کلنۍ سیالۍ کوربه و. رامنځته شوه. دا سیالي هر کال له ټولې امریکا ګڼ مینوال راجلبوي، او سږ کال پکې د جورجیا پوهنتون او نوتر ډېم لوبډلو برخه اخیستې وه.