د هسپانیې څخه خبري سرچینې وایي چې د دوشنبې ماسپیښین د هسپانیا ، پرتګال ، زیاتو برخو او همداراز د فرانسې ځینې سرحدي سیمې، د دوشنبې په ورځ د ماسپښین شاوخوا ۱۲:۳۰ بجو د پراخې برېښنا پرچاوي سره مخ شوي.
د هسپانیا د ملي بریښنا شبکې چلوونکي، “Red Eléctrica”، ادارې دا پېښه “استثنايي او فوقالعاده” بللي، او اټکل کوي چې د بریښنا بشپړ بېرته راګرځېدنه به شاوخوا ۶ تر ۱۰ ساعتونو پورې وخت ونیسي.
د یادې برېښنا پرې کیدو امله، د هسپانیا او پرتګال په لویو ښارونو کې، لکه مادرید، بارسلونا، لیسبون او سیویل، د عامه ترانسپورت سیستمونه، د ترافیکو څراغونه، د موبایل شبکې، او د ATM ماشینونه غیر فعال شوي.
د هسپانیا د صدراعظم، پدرو سانچیز، په مشرۍ د بحران مدیریت غونډه رابلل شوي، او د ملي امنیت شورا هم د اضطراري حالت ارزونې لپاره خپلې هڅې پیل کړیدي.
د فرانسې د برېښنا شبکې چلوونکي ادارې هم تایید کړي چې د فرانسې په سرحدي سیمو کې هم لنډمهاله برېښنا پرچاوی رامنځته شوی، خو وضعیت ژر بېرته عادي شوی.
که څه هم تر اوسه کوم رسمي تایید نه دی شوی. خو سرچینو ویلي چې هسپانیا د سایبري امنیت ملي انسټیټیوټ د سایبري برید احتمال هم تر پلټنې لاندې نیولی.
د اروپایي کمیسیون چارواکو ویلي چې دوی له اغېزمنو هېوادونو سره په تماس کې دي، ترڅو د پېښې د علت او حل لارې په اړه همغږي وکړي.
د هسپانیا د بریښنا شبکې چلوونکي ادارې ویلي چې د برېښنا بېرته راګرځولو هڅې روانې دي، او د شمالي او جنوبي سیمو څخه یې د برېښنا بېرته فعالول پیل کړي دي.
د هسپانیا او پرتګال خلک هڅول شوي چې د اړتیا پرته له سفرونو ډډه وکړي، ترڅو د ترافیکي ستونزو مخه ونیول شي.
د هسپانیا د روغتیا وزارت ویلي چې روغتونونه د اضطراري جنراتورونو په مرسته فعالیت کوي، خو ځینې جراحي عملیات لغوه شوي دي.