د ایران سپاه پاسداران یا څارګرې ادارې هوايي قواو قوماندان جنرال امیر علي حاجي زاده رسنیو ته د ګواښ په ډول ویلي چې دوی لا هم دې هڅه کې دي چې د امریکا هغو پخوانیو چارواکو څخه غچ واخلي چې د قدس ځواکونو قوماندان قاسیم سلیماني وژنې امر يې ورکړی وو. نوموړي د ایران دولتي تلویزون ته ویلي “انشاالله چې ټرمپ، پومپیو او مکینزي ووژنو. ” د یادولو ده چې دې قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د ۲۰۱۸ کال جنورۍ میاشت کې د بغداد ته څېرمه د بې پیلوټه الوتکو په مرسته، د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې ووژل شولو.