Hewadpress
  • Language
    • English
    • Dari-دری
  • مطبوعاتي اعلاميې
  • مقالې
  • ځانګړي مرکې
  • څېړنیز راپورونه
  • سوله او جګړه
  • نړیوال سیاست
  • خبرونه
    • خبرونه

      هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو…

      May 8, 2025

      خبرونه

      د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې…

      May 8, 2025

      خبرونه

      د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د…

      May 8, 2025

      خبرونه

      هند : د پاهلګام برید په غچ کې…

      May 8, 2025

      خبرونه

      پاکستان: که له هند سره جګړه پیل شي،…

      May 4, 2025

  • اړیکې
  • زموږ په اړه
  • کور پاڼه
Saturday, May 31 2025 - Welcome
  • Home
تازه خبرونه
هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو...
د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې...
د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د...
هند : د پاهلګام برید په غچ کې...
پاکستان: که له هند سره جګړه پیل شي،...
اېلن ماسک: د سولې انستیتوت طالبانو ته د...
اوکراین به په ۲۰۲۵ کال کې له امریکا...
بلوچستان : وسله‌والو د قلات ولسوالۍ منګچر ښار...
ټرمپ د غټو موټرو (لارۍ) چلوونکو لپاره د...
جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پلوي وسلوالو...
Hewadpress
  • Language
    • English
    • Dari-دری
  • مطبوعاتي اعلاميې
  • مقالې
  • ځانګړي مرکې
  • څېړنیز راپورونه
  • سوله او جګړه
  • نړیوال سیاست
  • خبرونه
    • خبرونه

      هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو…

      May 8, 2025

      خبرونه

      د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې…

      May 8, 2025

      خبرونه

      د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د…

      May 8, 2025

      خبرونه

      هند : د پاهلګام برید په غچ کې…

      May 8, 2025

      خبرونه

      پاکستان: که له هند سره جګړه پیل شي،…

      May 4, 2025

  • اړیکې
  • زموږ په اړه
  • کور پاڼه

د هیواد پریس خبري اژانس له ټولو تازه خبرونو او د نړۍ مهمو پېښو څخه په وخت خبریدو لپاره د خپل نوم او ایمیل ادرس لیکلو وروسته د سبسکرایب بټن کیکاږی

سوله او جګړهمقالې

سید اخندزاده-خاطرو لړۍ : دوهمه برخه

د هېواد پریس June 10, 2021
لیکوونکی هېواد پریس June 10, 2021

 ننګرهار پوهنتون کې وو ، سبق مو ویل، ډول ډول کړنې مي تر سترګو شوي. دجلال اباد دښار نه تر پوهنتون پورې دری پاټکه و، لومړی هغه چې د لوحې پيل یې په بسم الله  دتلاشۍ پاټک. بل لیږ تر هغه لیږ دې خوا دجهادي شورا په نوم پاټک. دریم د درونټې بازارسره د قومندان شمس په نوم چې داتحاد اسلامي سیاف د ډلې مجاهد! وو، له پو هنتون څخه چې په درونټه کې موقعيت و، تر جلال باد ښاره بیخي کمه لاره وه دری پاټکه وو، دپوهنتون امنیتي چارې بیا دحزب اسلامي حکمتیار د ډلې وو، یعني دعمومي څړک ( کابل جلال اباد څړک ) اخوا د اتحاد اسلامي حاکمیت وو ، دي اړخ ته حزب اسلامي حکمتیار د ډلې، دردرونټې دبند ( ډیم ) په سر چې کوم غرونه و، بیا خارجي عربان وه لوړ په غره کې خځې ټولې دعربانو په واک کې وې، دا عرب بهرني عرب ول ، زه ډیر کلونه وروسته خبر شوم چې دا عرب په نړیواله سطحه ډیر مشهور خلک وو ، دپوهنتون په اړخ کې ښکلې د درونټې د سیند تکې شنې اوبه روانې دي، محصلینو کې به چې د چا لامبو زده وه پس له وخته به یې خوندونه ترې اخیستل له بده مرغه چې د وردګو د محصلینو چندانې لامبو نه وزده همدا وجه وه چې دوه که دری تنه مسافر زلمي دې سیند وخوړل، بل پلو به کله کله دغر د سر دخځو، او شاو خوا څڼور خلک دسیند څخه دماهیانو ښکار ته راتلو ، دوی به په یو عجیبه انداز د ماهیانو ښکار کول ، د سیند اوبو ته به یې لاسي بم ور واچول، یا به یې پړک وهلي باروت ور وغورځول، او یا به یې دبرق یو قوي تار په یو لوی ډانګ پسي وتړل د برق دکرنټ په توسط به یې اوبه شارټ کړې نوبه شته ماهیان ټول واړه او غټ (نسل ختمول) به دباروتو، بم او د برق شارټ سره دابو سر ته مړه را پورته شول، دوی ته به کلاشینکوپونه دسیند په غاړه ایښي و، هیچا څه نسوای وراته ویلی، چې وا زوی مړو! د ماهي نسل خو مه ختموئ خو چاته وایې  د پوهنتون په محصیلنو کې څو تنه داسې ول چې د زوروالو قومندانانو یا خو زامن، ورورڼه، اوښیګان، او یا هم با ډیګارټان ول چې ټولګي ته به راتلو نو په بډه به یې توپانچې وهلې وې، کاږه پکولونه، به یې په سر ایښي ول ، دعادي او بې وسه استاد یې چندان خیال نه ساتل ، دارنګه موږ به دلیليې د ډوډۍ خوړلو په سالون کې په قطار کې ولاړ و، چې په خپل نمبر خپل حق خوراک تر لاسه کړو خو کاږه پکولوالو، توپانچه وال به بې لینه ورتلو د ډوډئ پتنوس به یې اخيست، په پو هنتون کې دری ډوله محصلین وو، یو ډول دمخکني نظام پاته شوني، چې دوی ته به یې بقایا ویل ځکه دوي پاکستان ته نه و تللي په ټول انقلاب کې په افغانستان کې و، په دوی کې دپاکستان دنشنل پارټۍ د غړیو په نوم څو تنه راغلي و، دلته یې سبق ویل، بل خو بیا موږ و چې دپاکستان څخه راغلي و، دریم ډول نور نوي سوچه پاکستانیان و، دوی د پاکستان دجماعت اسلامي قاضي حسین د ډلې و، ما له یو پاکستاني محصل نه وپوښتل چې تاسو دلته په کومه قانوني لاره دسبق لپاره راځئ…؟ ده ویل چې موږ له قاضې حسین احمد صیب خط را کوي، دننګرهار په جهادي مشرانو نو دلته را ته داخله اسانه شي، اسې زموږ په پوهنتونو کې سبق ویل څه اسانه کار نده، په دوی کې یوتن د صابرحسین اعوان په نوم چې په افغانستان کې د جماعت اسلامي دځوانانو مشر و، نوموړی بیا دپاکستان له خوا دهند په وړاندې دجنګي تنظیم (حزب المجاهدین) مرستیال او بیا دپاکستان دپار لمان غړی شو، زه او زما ملګری قاری عبدالمجید رحمه الله چې دصابر حسین سره یې دلته پوهنتون کي پیژندلي و، دطالبانو دنظام دړنګیدو نه ورسته زه او قاري صاحب نوموړي ته ورغلو ، ښه مې یاد دي موږ په ډیر دردناک خوفناک حالت کي و، د دوی دفتر په پيښور چغل پوره کې و، دجماعت اسلامي اوسنی امیر سراج الحق چې په هغه وخت کي ددې ډلې مضبوط غړی و، هم د غرمې په ډوډۍ کې ولید په موږ پسې او زموږ په حال پسې يې خندل، صابرحسین جي جي ورته کول قیصه یې هم اوږده او هم جالبه ده ، بیا یې په بله بر خه کې په پراخ ډول راوړم . د دجماعت اسلامي پا کستاني محصلینو د پوهنتون په دوران کې ډیر وخت په غونډو کنفرانسونو تیرول، زه به کله ناببره سوچ یوړم چې تر موږ دواړو ډلو محصیلینو دربقیا په نوم افغان محصلینو دپوهنتون په نظم ساتلو، او په ځانګړي ډول دجماعت دلمانځه نسبتا زیات اهتمام کول. د پوهنتون دلیليې شاوخوا دحزب اسلامي د ډلې پوستې وې، دلیلیې مخ ته د یوه پوسته وال عبد المتین نامي پوسته وه مسؤل قومندان یې د پوهنتون درسي بهیر ته ځان دننه کړی و ، دا ځوان چې به د درس ساحې ته دسبق ویلو لپاره راتلو په یو وروسي جیپ کې چې دجيپ شاته دولس میله ثقیله دتوغنديو دستګاه هم نصبه وه، یو خوا به محصل قومندان و، بل پلو به همدا شان روسی جیپ ، کله کله به یو ببر موټر چلونکی هم ورسره له محصل قومندان صاحب سره زما د اوسیدو په خونه کي یو تن ملګري پیژندل چې اکثره وخت به یې موږ ته دزور او زبردستی بریت تاوول ، محصل قومندان او دده ببر موټر چلونکی دحزب اسلامي حکمتيار مجاهدین وو، نور بیا

لیکوال : سید اخند زاده

 

له نورو سره یې شریک کړی
Share on TwitterTweet
Share on Pinterest Share
Share on LinkedIn Share
Send email Mail
0
Total Shares
0 څرګندونه
0
FacebookTwitterPinterestEmail
هېواد پریس

مخکینی پوسټ
د افغان سولې خبرو پر اجنډا هوکړه وشوله
بل پوسټ
دهشت ګردي د پاکستان جرنېلانو د جزیرو دوهم نوم دی

You may also like

هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو...

May 8, 2025

د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې...

May 8, 2025

د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د...

May 8, 2025

هند : د پاهلګام برید په غچ کې...

May 8, 2025

پاکستان: که له هند سره جګړه پیل شي،...

May 4, 2025

اېلن ماسک: د سولې انستیتوت طالبانو ته د...

May 4, 2025

اوکراین به په ۲۰۲۵ کال کې له امریکا...

May 4, 2025

بلوچستان : وسله‌والو د قلات ولسوالۍ منګچر ښار...

May 4, 2025

ټرمپ د غټو موټرو (لارۍ) چلوونکو لپاره د...

April 29, 2025

جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پلوي وسلوالو...

April 29, 2025

خپل نظر ولیکی ځواب مو ړنګ کړی

د بل وخت تبصرې لپاره دلته زما نوم ، ایمیل او ویب سایت درسره ثبت کړی

تازه پوسټونه

  • هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو هوا کې له منځه وړیدي
  • د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې د ممنوع ګرځول شوي ترهګرې ډلې جیش محمد پر مرکز هوایي برید کې ۱۴ کسان وژل شویدي
  • د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د روانې مې لسمه اوکراین ته سفر کوي
  • هند : د پاهلګام برید په غچ کې مو د پاکستان دننه د تروریستانو مرکزونه په نښه کړي
  • پاکستان: که له هند سره جګړه پیل شي، اټومي وسلې به هم وکاروو

تازه څرګندونې

    خبر

    د هیواد پریس خبري اژانس له ټولو تازه خبرونو او د نړۍ مهمو پېښو څخه په وخت خبریدو لپاره د خپل نوم او ایمیل ادرس لیکلو وروسته د سبسکرایب بټن کیکاږی

    Categories

    • اړیکې (4)
    • انتخابات (7)
    • خبرونه (1,153)
    • څېړنیز راپورونه (143)
    • سوله او جګړه (608)
    • سیاست (266)
    • مطبوعاتي اعلاميې (40)
    • مقالې (15)

    هېواد پریس

    هېواد پریس یو خپلواک خبري اژانس دی ، چې د افغانستان ، سیمې او نړۍ خبرونه ، سیاست ، جګړې او سولې کیسو ته به په بې پرې ډول انعکاس ورکوي. هېواد پریس مرکزي دفتر په امریکا کې دی. چې په درو ژبو پښتو ، دري او انګلیسي خپل رسینز خدمات وړاندې کوي

    Facebook Twitter Linkedin Youtube Email Vimeo RSS

    نړۍ سیاست

    • هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو هوا کې له منځه وړیدي

      May 8, 2025
    • د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې د ممنوع ګرځول شوي ترهګرې ډلې جیش محمد پر مرکز هوایي برید کې ۱۴ کسان وژل شویدي

      May 8, 2025
    • د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د روانې مې لسمه اوکراین ته سفر کوي

      May 8, 2025

    د ورځې خبرونه

    • هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو هوا کې له منځه وړیدي

      May 8, 2025
    • د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې د ممنوع ګرځول شوي ترهګرې ډلې جیش محمد پر مرکز هوایي برید کې ۱۴ کسان وژل شویدي

      May 8, 2025
    • د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د روانې مې لسمه اوکراین ته سفر کوي

      May 8, 2025
    • Facebook
    • Twitter
    • Instagram
    • Linkedin
    • Youtube
    • Email