د افغانستان لپاره د امریکا بیا رغاونې ځانګړي څار یا سیګار ادارې د امریکا کانګریس ته خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د امریکا حکومت لخوا لا هم افغانستان سره د پام وړ مرسته کیږي. چې د پخواني افغان حکومت نسکوریدو راهیسې افغانستان سره يې ۲ اشاریه ۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړیده. د سیګار رپوټ په وینا، دې یوې ارزونې په ترڅ کې موندلي چې د افغانستان مرکزي بانک لا هم د طالبانو واک کې دی. او د ناقانونه پیسو لیږد او ترهګرو سره د مرستو مخنیوي په اړه کوم خاص میکانیزم او لارې چارې نلري. د سیګار همدې رپوټ کې د افغانستان سره نړیوالو مرستو کې د طالبانو لخوا د مداخلې او ننګونو یادونه هم شویدي. رپوټ کې راغلي چې نړیوالې موسیسې د مرستو بهیر ویش پر مهال د واکمنو طالبانو لخوا د بېلا بېلو لارو د مداخلې او مخنیوي هڅې کیږي. سیګار یاد رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې که طالبان خپلې تګلارې بدلې او دوامداره ودې ته لومړیتوب ورنه کړي، نو افغانستان نږدې راتلونکې کې د بېوزلۍ لوی مشکل سره مخ شي.