د پاکستان پوځ ویاند ادارې ( ای اېس پي ار ) خپل تازه بیان کې رسنیو ته ویلي چې نن شمالي وزیرستان ډیورند فرضي کرښې بلېغاړې څخه د وسلوالو لخوا د پاکستان پر پوځیانو برید او نښته رامنځته شوي. چې له امله د پوځ درې پوځیان (30 کلن حوالدار تېمور،38 کلن نايک شعېب او 24 کلن ثاقب نواز ) پکې وژل شوي. د پاکستان پوځ بیان کې د وسلوالو پړې ګوته افغانستان ته نیول شوي ، خوافغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د پاکستان تورونه تل په کلکه رد کړیدي. او دا شان بریدونه یې د پاکستان خپله کورنۍ ستونزهبللي. خو د یادولو ده چې تېره اونۍ هم د وسلوالو برید کې د پاکستان اووه ۷ پوځیانو وژل کیدو وروسته د پاکستان هوایي ځواکونوخوست او کونړ ولایتونو کې هوایي بمبار وکړلو چې له امله یې په لسګونه ملکیان چې ډېره یې ماشومان او مېرمنې وې ، ووژل شول.