د شمالي وزیرستان سپین وام کې ځايي خلکو د تېرو اوه ورځو راهیسې احتجاجي پرلت روان کړی دی. او غوښتنه کوي چې پر دوی ورتپل شوي بدامني او ترهګري دې نوره ختمه کړل شي.
د یاد احتجاجي پرلت یو تن ګډون مشر ملک زکیم خان رسنیو ته ویلي چې له یوې خوا زموږ پر سیمه په قصدي ډول بد امني او ترهګري تپل شوي ، او بل خوا د هرې بدې پېښې وروسته د پاکستان پوځ بې ګناه ولسي خلک جیلونه ته اچوي. هغوی خو نه بیا دا معلومات کیږي چې چېرته دي او نه بیا عدالتونه وړاندې کیږي چې ګناه او یا بې ګناهي یې معلومه شي. نوموړي زیاته کړله چې د پاکستان پوځ د لټون عملیاتو پر مهال تل د ولسي خلکو کورونو کې د پردې خیال ندی ساتلی ، د عملیاتو او چاپو پر مهال یې خلک سخت ځورولي او ربړولي. نو دې همدې په خاطر د شمالي وزیرستان ولسونه راټول شوي، او دلته یې احتجاجي پرلت روان کړیدی. تر څو چې د پاکستان امنیتي ادارې خپله رویه بدله نکړي، او د پآکستان حکومت د شمالي وزیرستان پر ولسونو د قصدي بد امنۍ او ترهګرۍ تپل کیدو لاس وانخلي تر هغې به دا احتجاجي پرلت روان وي.