شیخ رشید : د پاکستاني طالبانو سره د سولې مذاکرات پر ډیورند کرښهد اغزن تاره لګولو سره د مخالفت په وجه بې پایلې پایته رسیدلي!
د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید رسنیو ته ویلي چې د پاکستاني طالبانو سره پر ډیورند کرښه د اغزن تار غزولو مخالفت له کبلهخبرې بې پایلې پایته رسیدلي. د شیخ رشید په وینا پاکستاني طالبانو غوښتنه درلوده چې د پاکستان پوځ دې پر ډیورند کرښه اغزن تارورټول کړي. او همدا راز ددوی بندیان دې هم ورخوشي کړي. چې دا دوې غوښتنې موږ ته هیڅکله د منلو وړ ندي، نو ځکه خبرې بېنتیجې پایته ورسیدلې، او اوربند مات شولو. ځینو سرچینو بیا نړیوالو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان حکومت دوهم ځل لپاره بیا همافغانستان خوست ولایت ته د محسودو قومي مشرانو یوه جرګه د خبرو لپاره استولي تر څو پاکستاني طالبان خبرو او اوربند ته راضيکړي.