د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې، صبرینا ثاقب چې د کاناډا په هالیفاکس امنیتي غونډه کې ګډون کړی وه. د یادې امنیتي غونډې ګډونوالو ته خپلو خبرو کې وویل چې
طالبان په مدرسو کې د تنکیو ماشومانو مغز مینځنه کوي. او هغوی دې راتلونکي ترهګرۍ لپاره روزي. چې دا به د نړۍ امنیت ته راتلونکي کې یو لوی ګواښ پېښ کړي میرمن ثاقب همدا شان خپلو خبرو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون، چې د ښځو غږ «عورت» ګڼي او هغوی اړ باسي چې خپل غږ او مخ پټ کړي، په سختو ټکو وغنده.
د غونډې په ترڅ کې، صبرینا ثاقب د غوغا تابان مشهوره سندره «منم، من زنم، من جهانم» هم ترنم کړله. چې د غونډې ګډونوالو په دریدو او ګډون سره یې ملاتړ وکړ.