د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د افغان نجونو ښوونیز بهیر په بشپړ ډول د منځه وړلو لپاره تازه مکتوب کې شخصي پوهنتونو ته هم امر کړی چې تر امر ثاني پورې د افغان نجونو څخه د کانکور ازموینې وانخلي. او که هر چا د یاد امر څخه سرغړونه وکړله نو قانوني چلند به ورسره وشي. افغانستان کې د خصوصي پوهنتونو ټولنې هم رسنیو ته منلي چې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته یاد مکتوب رسیدلی، چې دوی به يې د ناچارۍ له امله پر افغان نجونو عملي کوي. د یادولو ده چې د طالبانو لوړو زده کړو وزرات لخوا دغه تازه مکتوب داسې وخت کې صادریږي، چې د طالبانو لوړو پوړو چارواکو لخوا نړیوالو سره د پټو دروازو تر شاه لیدنو کې د افغان نجونو ښونیز بهیر بېرته پیلولو قولونه سپارلي ، خو د یاد تازه مکتوب څخه داسې ښکاري چې دې طالب چارواکو قول او عمل یو ندی!