سرچینه :
یوې سرچینې هېواد پریس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تېره شپه طالبانو د خوست مرکز اړوند وزیانو کلي کې د ولسمشر غني د یوه ساتونکي شبیر وليزي پر کور عملیات کړي او هغه یې له ځان سره نامالوم ځای ته وړی. که څه هم په افغانستان د طالبانو واکمنیدو وروسته طالبانو عمومي عفوه اعلان کړي، خو لا هم په یو او بل نوم د پخواني نظام ملکي او نظامي مامورین ربړول کیږي ، وژل کیږي او یا تري تم کیږي.