د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر تازه بیان کې ویلي چې د دوحې تړون څخه د بهرنیو ځواکونو سرغړونې طالبانو ته دې هر ډول مناسب اقدام لاره خلاصه کړي، او اوس ددوی جنګیالي د خپلو مشرانو فیصلې ته په تمه دي چې هغوی ورته څه ډول امر وکړي دوی به همغسې عمل وکړي ، که څه هم د طالبانو دې تازه بیان په تړاو نړیوالو ځواکونو کوم غبرګون لا ندی ښودلی ، خو د امریکا خارجه وزارت وار له مخې خبرداری ورکړی وه که چېرې طالبان یا نورې ترهګرې ډلې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو پر مهال په هغوی برید وکړي نو سخت ځواب به ورکړي. د یادولو ده چې دوه ورځې د مخه د امریکا مرکزي قوماندانۍ قواوو هم خبر ورکړی وه چې له افغانستانه د ټولو امریکایي او نړیوالو متحدینو ځواکونو خوندي ایستلو په موخه يې سیمې ته بي ۵۲ الوتکې رسیدلي او د لوړې کچې ګرځند توغندیز سیستم يې افغانستان ته پر لاره دی