یو شمېر امریکايي او پاکستاني خبري سرچینو خبر ورکړی چې افغان طالبانو د بګرام هوایي اډې کنترول بېرته امریکا ته سپارلی. د راپورونو له مخې تېره اونۍ څو امریکایي (سي-۱۷) پوځي الوتکې، چې د پوځي تجهیزاتو او لوړپوړو استخباراتي چارواکو له ډلې د سي ای اې مرستیال، مایکل اېلېس، هم پکې شامل و، بګرام ته رسېدلي دي. سرچینې وايي، دا پرمختګ د طالبانو له خوا د خپل حکومت د نړیوال رسمیت ترلاسه کولو ، د داعش سره د ګډې مبارزې او د نړېوالو مرستو د جذبولو په هدف ترسره شوی دی. چې نېږدې راتلونکي کې به دې دواړو ملکونو لخوا په رسمي ډول هم اعلان شي.
خو طالبان دا ادعاوې په کلکه رد کړیدي. د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد خپل تازه بیان کې ، دا راپورونه “دروغ” بللي دي او ټینګار یې کړی چې طالبان به د افغانستان د خپلواکۍ د خونديتوب لپاره هېڅ بهرني پوځي حضور ته اجازه ورنه کړي.
د یادولو ده چې د بګرام هوايي اډه د افغانستان په سیاسي او نظامي تاریخ کې یوه ستراتېژيکه نقطه ګڼل کېږي. د امریکا لپاره دا اډه یوازې د افغانستان لپاره مهمه نه ده، بلکې د چین او ایران د اتومي پروګرامونو د څار او احتمالي پوځي عملیاتو لپاره هم یوه حیاتي اډه ګڼل شوې ده. همدا لامل دی چې د امریکا نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم څو ځله د بګرام د کنټرول د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کړیده، ټینګار یې کړی و چې د سیمې د قدرتونو د محدودولو لپاره باید دا اډه د امریکا تر ولکې لاندې وي.