هندوستان ټآیمز ورځپاڼې د ځينو راپورونو په اساس خبر ورکړی چې طالبانو د پنجشیر نیولو وروسته نن د پخواني افغان حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح مشر ورور روح الله صالح چې غوښتل یې له پنجشیر کابل ته لاړ شي ، د تلاشی یوې پوستې سره نیولی ، لومړی یې د مرګ تر کچې سخت شکنجه کړی ، او بیا یې وژلی. نه طالبانو او نه د مقاومت جبهې تر دې دمه د یاد خبر په هکله کوم غبرګون ښودلی.