طالبانو نن د خپلې حکومتداری په تازه اقدام کې د ښځو چارو وزارت لوحه د یاد وزارت له دخولي دروازې لرې کړي او پر ځای يې د دعوت ، ارشاد، امربا لمعروف او نهی عن لمنکر وزارت لوحه راځوړولي. که څه هم طالبانو تر اوسه د یاد خبر پخلی ندی کړی ، خو پر خواله رسنیو خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې پر یاد وزارت نوره د ښځو چارو وزارت لوحه نشته، او پر ځای یې د دعوت، ارشاد ، امر بلمعروف او نهی عن لمنکر وزارت لوحه راځړیدلي. د یادولو ده چې که څه هم طالبانو قطر کې نړیوالو ته د خپل حکومت په چوکاټ کې د مېرمنو کار کولو اجازې ژمنه ورکړي وه ، خو عمل کې اوس هغسې نه ښکاري