طالبانو نن د یو فرمان په ترڅ کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون چې د حامد کرزي حکومت په وخت کې د شهید استاد رباني په نوم نومول شوی وو ، بېرته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په نوم ونوماوه. برهان الدين رباني د ۲۰۱۱ کال سپټمبر پر ۲۰ مه نېټه کابل کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو او هغه مهال يې مسووليت طالبانو پر غاړه واخیست. نوموړي هغه وخت د سولې عالي شورا مشري هم کوله