د هرات ولایت ځايي طالب چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن طالبانو هرات ښار کې هغه څلور تنه انسان تښتوونکي چې د هرات یو سوداګر او د هغه زوی یې تښتولي وو ، لومړۍ نښته کې وژلي او بیا یې جسدونه ورته د هرات ښار مستوفیت څلور لارې ، ګلان ، ملک دروازه او عراق دروازه سیمو کې راځړولي. د هرات مرستیال والي مولوي شیر احمد عمار هم یاده پیښه رسنیو ته تایید کړي او رسنیو ته یې ویلي چې وژل شوي کسان انسان تښتوونکي وو ، او طالبانو سره جګړه کې نن ووژل شول چې یاده نښته کې یو طالب جنګیالی هم ټپي شوی. د یادولو ده چې تیره ورځ د طالبانو زندانونو ادارې مشر ملا نور الدین ترابي اسوشیټېد پریس خبري اژانس ته خپله مرکه کې ویلي وو چې طالبان به ډېر زر سختې سزا ګانې لکه اعدامونه او د لاسونو پریکول پیل کړي.